IQNA

  له اسلام سره د مقابلې د بهیر په ضد دپوتین دریځ پر دنیاحقیقت روښانه کړ

5:41 - December 25, 2021
د خبر لمبر: 3485167
تهران (ایکنا) - روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  پرون په ماسکو کې په خبری کنفرانس کې روښانه کړې،چې د اسلام د پیغمبرسپکاوی د بیان آزادي نه ده، بلکې دغه  شان اقدامات  نفرت خورونې او افراط پالنې ته لازیاته  لمن وهي .  

 

ایکناد ایرناقوله  راپور راکړ،د پاکستان لومړي وزیرعمران خان له اسلام سره د مقابلې د بهیرپه ضد د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین د وروستیو څرګندونو په هرکلي سره پخپل یوه پیغام کې ولیکل،د ولادیمیر پوتین د څرګندونوهرکلی کوم او دا روښانه ده چې د اسلام  دګران پیغمبر په شان کې ګستاخي د بیان آزادي نه ده او هیڅکله هم د بخښلو وړ هم نه ده .

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه د روسیې د ولسمشرڅرګندونې ددغه پیغام د منعکس کولو د اهمیّت ښودنه کوي،چې د پيغمبراکرم (ص) په شان کې بې حرمتي  هیڅکله هم د بیان د آزادۍ برخه نه ده .

  عمران خان ووئيل،مونږ مسلمانان  په تیره بیا داسلامی هیوادونو واکوالان باید له اسلام سره دډغره وهونکي بهیر سره دمقابلې لپاره دغه پیغام  دغیر اسلامی هیوادونو واکوالانو ته مخابیره کړو .

 د وئيلو ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  پرون په ماسکو کې په خبری کنفرانس کې روښانه کړې،چې د اسلام د پیغمبرسپکاوی د بیان آزادي نه ده، بلکې دغه  شان اقدامات  نفرت خورونې او افراط پالنې ته لازیاته  لمن وهي .  

https://www.irna.ir/news/84589227/عمران-خان

captcha